دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 201278
عبدالله: سوله په يوه شخص او يوه وزارت پوري نه ده تړلې
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، حکومت د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې دغه بهیر یوازې د یوه شخص په نظر پورې نه دی تړلی.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۳۰مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل: "سوله په یوه شخص او یو تن پوري انحصار «تړلې»نه ده او د یو شخص په نظر پوري هم تړلې یا انحصار نه ده، د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده."
ښاغلي عبدالله ټينګار وکړ، چې د سولې په اړه خبرې او دریځ نیول په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.
هغه زیاته کړه:"د افغانستان خلک حق لري، چې د سولې په اړه دریځ ونیسي، بحث او خبرې وکړي، په خبرو کې ګډون وکړي، مذاکراتي ټېم باید ټول شموله وي د حکومت په ګډون، خو په هیڅ صورت یو وزارت نشي کولای چې په هیواد کې د سولې خبرې مخته یوسي."
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله که څه هم د کوم چا نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه، چې په تېرو ورځو کې داسې «ناسنجول» شوي څرګندونې یې اورېدلي چې د سولې اړوند مسائل دي د یوه وزارت لخوا تر سره شي.
تر دې مخکې د سولې چارې د افغانستان د سولې عالي شورا په غاړه وې، خو ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په «چنګاښ» میاشت کې د یو فرمان په صادرولو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ.
ولسمشر غني خپل د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړ او تر هغه وروسته د سولې عالي شورا غړو وویل، چې د دوی صلاحیتونه محدود شوي دي.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت تېره چهارشنبه اعلان وکړ، چې د سولې په خبرو کې د لاهمغږۍ په منظور د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د «سولې په چارو کې د همغږۍ ځانګړې کمېټه» رامنځته شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزرات ویاندې ناجیه انوري هغه مهال ویلي، چې د دغه کمېټې مشري به د عبدالسلام رحیمي په غاړه وي، چې د سولې په چارو کې د دولتي ارګانونو د همغږۍ په برخه کې به کار کوي.
ارګ او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر دا مهاله د عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو په قطر کې د امریکايي اوطالب استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې، چې ویل کېږي دواړه لوري د سولې د هوکړه لیک مراسمو او اړوند نورو مسائلو باندې خبرې کوي.
ویل کېږي، چې دواړه لوري د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند ټينګېدلو او بین الافغاني خبرو ته د زمینې پر برابرولو باندې خبرې کوي.
تېره ورځ د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش وویل، چې د تاوتریخوالي کمولو طرحه له سولې د تېښتې په مانا او خلکو او نړیوالو ته دوکه ورکول دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeyd0cw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته