په لیبیا کې د دوامداره اوربند او موجودې ستونزې د سیاسي حل لارې له لارې د حلولو د بهیر د پیلولو په موخه د جرمني په پلازمینه برلین کې د جوړ شوي کنفرانس اعلامیه خپره شوه.
پدې اعلامیه کې د اوربند سربیره په لیبیا کې په جګړه کې ښکیلو خواوو پر ملاتړ کوونکو د پوځي فعالیتونو د پایته رسولو او د ملګروملتونو د وسلو د تحریم د مراعات کولو غږ شوی دی.