خوښ ديک ۰

د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت معین او سرپرست وزیر لیدنه

د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت معین او سرپرست وزیر لیدنه
د بهرنیو چارو زارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلی میرویس ناب نن سهار په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل.
دواړو خواوو د یو شمېر بیلابیلو مسایلو په ګډون په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
دوی همداراز د یو رغنیز میکانیزم پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او تعقیب ټینګار وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود: 201292 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *