د روسیې د تاس خبري اژانس د هیواد بیړنیو حالاتو او ناورین د وزارت د معلوماتو له مخې لیکلي دي چې د نوموړي هیواد د پیرم په ښار کې په یو هوټل کې د مرکز ګرمۍ د عمومي نل د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د چاودنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.