کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني ته د عبدالله کنایه:

سوله د یو کس کار نه دی

30 جدی 1398 ساعت 16:09


د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته په اشاره ویلي، سوله په یو کس او یو وزارت پورې تړلې نه ده
ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، مذاکره کوونکی پلاوی باید همه شموله وي او ټول خلک د سولې په هکله د نظر حق لري.
نوموړي ویلي حکومت باید یو جامع پلاوی جوړکړی، خو په وینا یې مذاکره او سوله د یو وزارت کار نه دی.
عبدالله عبدالله ویلي حکومت له سولې پروسې څخه ملاتړ کوي خو دا د یو کس کار نه دی چې ټوله پروسه په لاس کې واخلي او انحصار یې کړي.
عبدالله عبدالله په داسې حل کې دا څرګندونې کوي چې په نوموړي تور دی چې د سولې پروسې په سبوتاژ کې خپله ګټه ویني او فکر کوي چې د مؤقت حکومت مشري به ورکړل شي.
 


د مطلب کود: 201299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201299/سوله-د-یو-کس-کار-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com