د کندهار د پوهنې رياست ویاند نظر محمد صميمي وایي؛ نن سهار / د مرغومي ۳۰ د کندهار ښار اړوند د طيبه نمې خصوصي مدرسې ودانۍ نړیدلې، چې په کې د یادې مدرسې ۵ نجونې مړې شوي او ۸ نورې ژوبلې دي.
د کندهار د میرويس حوزوي روغتون داکترانو ویلي، چي له يادې پېښې ورته يوازې څلور جسدونه ور-وړل شوي دي.
تر اوسه د ودانۍ د نړيدو علت ندی په ډاګه شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)