کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولتي شرکتونو لخوا کابل کې یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانیو شول

30 جدی 1398 ساعت 16:38


مالیې وزارت اعلان کړی چې د ګازو اونفتو دولتي شرکت به خلکو ته یو کېلو ګاز په ۵۰ افغانۍ ورکړي.
د ماليې وزارت لخوا دا کار سر له اوسه عملي دی او د سرپرست وزیر همایون قیومي لخوا په ګډه جلسه کې دولتي نفت او ګاز شرکت ته ویل شوي چې خلکوته یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د یو کیلو ګازوبیه ۱۱۰ افغانیو ته لوړه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسوول جان اقا نوید تاند نته وویل، دا مهال د هیواد په دولتي شرکتونو کې نږدې ۲۰ زره ټنه ګاز ذخیره دي چې که و ارزول شي دافغانستان لپاره یوه ورځ هم کفایت نه کوي.
 


د مطلب کود: 201307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201307/د-دولتي-شرکتونو-لخوا-کابل-کې-یو-کیلو-ګاز-په-۵۰-افغانیو-شول

آوا
  https://www.avapress.com