دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 201313
” اترا چېرته دی” کمپاین بیا زور اخیستی خو د انټرنټ بَیه لا هم لوړه او تیزوالی یې ټيت دی
هېواد کې د انټرنټ ټیټ سرعت او لوړه بیه، همداراز د مخابراتي شبکو له لوري د ناسازګاره خدمتونو وړاندې کول هغه څه دي چې پېرېدونکي ترې پوزې ته راغلي، چې په دغه لړ کې یو شمېر فعال ځوانانو له یو کال راهیسې د “اترا چیرته ده” کمپاین پیل کړی دی.


“اترا چیرته ده” کمپاین چې تیر کال نه را په دیخوا پر خواله رسنیو د یو شمېر فعالو ځوانانو له لوري پر لاره اچول شوی، او افغانستان کې د مخابراتي شبکو پر خدمتونو جدي نیوکې کوي.
 د یاد کمپاین غږ داسې لاس پر لاس او پاڼه پر پاڼه شو چې د مسؤلو چارواکو تر غوږ هم ورسېد، د کمپاین په ترڅ کې یو شمېر ډېر ځوانانو سړک په سړک، کوڅه په کوڅه، هټۍ په هټۍ او موټر په موټر د “اترا چیرته ده” چاپ شوې پاڼې وویشلې.
د پيل شوي کمپاین غږ ډير دروند او د خکلو د زړه پر غوښتنه بدل شوی ، چې له همدې امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت  او همدا راز د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې “اترا” مسؤلین یې اړل کړل تر څو د “اترا چیرته ده” کمپاین له اعتراض کوونکو سره کینې او د هغوي غوښتنو ته رسیدنه وکړي.
د انټرنټ ټیټ سرعت او لوړه بیه، د مخابراتي شبکو لخوا د پېرېدونکو له ګرځنده سیمکارتونو څخه د کړېدت غلا کول او غږیزو خدمتونو کې د نرخ لوړوالی د خلکو او اعتراض کوونکو اصلي ستونزې او نیوکو څخه دي، چې دغه لړ کې د افغانستان د مخابراتو د تنظیم اداره “اترا” پړه بولي.
 
سرچينه : خامه پرس
https://avapress.com/vdcfyyd0mw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته