آیا د تنفس ماسکونه په آسترالیا کې په ځنګلونو کې د لگيدلو اورونو د ترخو لوگيو او په فلېپین کې د ایرو د بارانه د زيانونو څخه انسانان خوندي ساتلی شي؟ د انسان بدن د دې ذراتو په مقابل کې څه ډول غبرگون ښيي؟
اورونه او د اور غورځوونکي ايرې د سږو له پاره څومره خطرناک دي؟
30 جدی 1398 ساعت 18:15
آیا د تنفس ماسکونه په آسترالیا کې په ځنګلونو کې د لگيدلو اورونو د ترخو لوگيو او په فلېپین کې د ایرو د بارانه د زيانونو څخه انسانان خوندي ساتلی شي؟ د انسان بدن د دې ذراتو په مقابل کې څه ډول غبرگون ښيي؟
د اور غورځوونکي غره په ايره کې زياتره يوازې يو څو ملي متره حجم لرونکې کلکې کرستالي ډبرې او ښیښه یې ذرې وې چې د ماگما د منحليدو په نتيجه کې رامنځته کیږي. سربیره پر دې د لاوا د خارجيدو يا د اور غورځونې په ترڅ کې په زيات مقدار کې کاربن او سلفر دايی اکسايد هم اخراجيږي چې د گرد سره يوځای د تورې ټينگې وريځې شکل خپلوي.
د دغه ايرو گرد د وچ ټوخي، په ساه اخيستو کې ستونزې، د سترگو سره کيدو، اوښکې بهیدو، د پزې خارښت او همدا راز د پرنجيدو باعث کیږي.
د مطلب کود: 201316