کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د اقتصاد نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته لاړ

1 دلو 1398 ساعت 10:46

ولسمشر غني نن سه شنبې سهار د اقتصاد نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته روان شوی دی.



ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چېغني به ددغه سفر په جریان کې په اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رئیس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي


د مطلب کود: 201344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201344/ولسمشر-غني-د-اقتصاد-نړیواله-ناسته-کې-ګډون-په-موخه-سویس-ته-لاړ

آوا
  https://www.avapress.com