دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 201344
ولسمشر غني د اقتصاد نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته لاړ
ولسمشر غني نن سه شنبې سهار د اقتصاد نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته روان شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چېغني به ددغه سفر په جریان کې په اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رئیس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي
https://avapress.com/vdcjxve8xuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته