دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 201348
کندهار: د ارغنداب او خاکرېز ولسواليو مشرانو له مرستیال والي سره وکتل
راغلو مشرانو په جلا جلا لیدنو کې ، د امنیت، روغتیا، پوهني، بیارغوني او یو شمېر نورو برخو کي د خپلو سیمو اړوندې ستونزي د مرستیال والي اغالالي دستګیري سره شریکې او په ټړاو یې له ولایتي ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي دستګیري د یادو مشرانو د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: ولایتي اداره د ټولنیز عدالت تآمین ته ژمنه ده او په متوازن ډول به ټولو ولسوالیو کي خدمات ترسره کیږي او همداراز د اصولو په چوکاټ کي به د ټولو ولسونو ستونزو ته رسیده ‌ګي وشي.
نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه چي په خپلو سیمو کي د پوهني د پیاوړتیا او بېلابېلو رغنیزو او بیارغیزو پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي، څو متوازن انکشاف رامنځته او د خدماتو د وړاندي کولو په برخه کي د ولس قناعت حاصل شي.
https://avapress.com/vdcdof0xjyt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته