پاکستاني رسنیو نه په خپرونو کې راغلي چې، په اسلاماباد کې د امریکا سفارت ویلي چې الیس ولز به له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د امریکا-پاکستان د مخ پر وده اړیکو د اړوندو مسایلو په پرمختګ بحث وکړي.
منځنۍ اسيا لپاره د امريکا سرپرست مرستيال وزيره اسلام اباد ته تللې ده
1 دلو 1398 ساعت 12:13
پاکستاني رسنیو نه په خپرونو کې راغلي چې، په اسلاماباد کې د امریکا سفارت ویلي چې الیس ولز به له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د امریکا-پاکستان د مخ پر وده اړیکو د اړوندو مسایلو په پرمختګ بحث وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې، هغه تېره اونۍ هم په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې پروسه او د سیمې په با ثباته کولو غږېدلې وه.
د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د پاکستان د نههمکارۍ تور چې امریکایانو لګولی و د دې لامل شوی و چې امریکا ډېرې مرستې پر پاکستان ودروي او ورسره دوه اړخیزه سوداګري هم اغېزمنه شي
اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې پاکستان ته د الېس ولز د تازه سفر په درشل کې ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د زیات تجارت امکان شته، خو دا ټول د افغانستان د ثبات په پروسه کې په ګډو هڅو او د هغو تروریستي ډلو پر ضد د پاکستان د کوټلو ګامونو په پورته کولو تړلې چې د پاکستان له خاورې سیمه ناکراره کوي.
پاکستان بیا وايي چې د افغان سولې لپارهیې د اسانچارۍ رول ښه ترسره کړی او د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپارهیې څو واره په خپله خاوره کې عملیات ترسره کړي.
الېس ولز سریلانکا، هند او پاکستان ته ۱۰ ورځنی سفر د جنورۍ له ۱۳مې پیل کړی او دا دی له سریلانکا او هند وروسته درې ورځې په پاکستان کې تېروي.
د مطلب کود: 201352