دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 201353
واشنګټن پوسټ: ایران هڅه کوي په طالبانو د سولې هوکړه له منځه یوسي
واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې افغانستان کېدای شي د امریکا او ایران تر منځ د نوې نیابتي جګړې ډګر وګرځي.
دغه ورځپاڼه وايي، د امریکا او ایران تر منځ بل کوچنی ټکر هم کولی شي چې د ټرامپ د ادارې او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه له منځه یوسي، ځکه ایران به هڅه وکړي چې خپل نیابتیان طالبان لا زیات تمویل او تجهیز کړي.
که څه هم طالبانو بیا بیا ویلي چې د ایران او امریکا جنجال افغان سوله نه شي زیانمنولی خو واشنګټن پوسټ بیا د امریکا د استخباراتي ادارو له قوله خبر ورکړی چې ایران همدا اوس په افغانستان کې د امریکا پر ضد هڅې ګړندۍ کړې دي او په دې اړه هم اسناد شته چې تهران تر اوسه کومو کومو ځایونو کې له طالبانو سره د بریدونو په پلانولو کې مرسته کړې ده.
واشنګټن پوسټ همدا راز ویلي، دا مهال ګڼ طالب مشران د ایران په مشهد کې میشته دي او له کویټې شورا سره په اختلاف خپل عملیات طراحي کوي.
ورځپاڼه وايي، ایران د افغانستان لپاره خپل استخباراتي جنرال ځکه د قاسم سلیماني ځای ناستی ټاکلی دی چې له امریکا سره پرې ښه مقابله وکړای شي او له طالبانو سره د امریکا روان مذاکرات پرې ناکام کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې امریکا په عراق کې د ایران سپاه قدس قومندان قاسم سلیماني وواژه او په مقابل کې یې ایران هم په څو امریکايي نظامي اډو توغندیز بریدونه وکړل چې تر اوسه په کې د ۱۱ امریکايي سرتېرو د ژوبلېدو خبره تایید شوې ده.
دغې ټکر ته په اشاره افغان شنونکي هم په دې باور دي چې ایران به افغانستان کې د خپلو سیاسي، وسله والو ډلو په توسط جګړه لا زیاته کړي.
 
https://avapress.com/vdcjive8tuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته