کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د نا امنۍ له لاسه شپنيو پوهنتونونو ته محصلین نه ځي

1 دلو 1398 ساعت 13:13


د تېرو دوو میاشتو راهیسې کابل ښار کې د پرله پسې غلاوو، قتلونو، او چیرکي بریدونو له امله
اکثریت خصوصي پوهنتونونو د شپې صنفونه د سقوط له سخت ګواښ سره مخ شوي دي.
افغانان اونیزي په یوه تحقیقي راپور کې د مسوولینو او محصلینو له قوله خبر ورکړی دی چې وروستۍ نا امنیو د کابل په ټولو شپنیو پوهنتونونو بد تاثیر کړی دی چې ډیری محصلین یې ورتګ ته زړه نه ښه کوي.
د خصوصي پوهنتونونو د مسوولینو له قوله ویل شوي دي چې په یاده موده کې د څلورو بجو وروسته زده کوونکو کې په بشپړه توګه کموالی راغلی دی چې له دا ډول حالا تو سره پخوا نه و مخ شوي .
زده کوونکو هم تعلیمي مرکزونو ته د نه تګ لامل په ډاګه کړی دی د دوی پر وینا چې ګواکې په ښار کې وروستۍ نا امني زښته ډیره شوې او له همدې امله نه غواړي چې د زده کړو پر مهال یې ژوند له خطر سره مخ شي.
د کابل امنیت په دې وروستیو کې په بد حالت کې قرار لري چې آن افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره شپه کابل مېشتو سره په یوې ناسته کې وویل، ښاریان د کابل امنیت څخه خوښ نه دي، پولیسو د کابل ښاریانو باور له لاسه ورکړی دی چې په دې برخه کې اساسي اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي.
د کابل ښاریان سخت خواشیني دي دوی وایي، له ماښام وروسته غلاوې، لوټل، اختطاف، په کورونو وسله وال بریدونه خورا ډیر شوي دي چې له امله یې خلک له کوره هم په ښه زړه نه شي وتلی.
د کابل امنیتي چارواکي هم وایي،هره شپه نږدې پنځه جنایې پېښې رامنځته کېږي، په لارو، کوڅو او سړکونو کې خلک د غیر مسووله وسله والو له لوري د وسلې په زور لوټل کېږي چې ان پکې وژل کېږی هم.
په کابل کې یو شمېر هغه مامورین چې په دولتي ادارو کې کار کوي وایي، په پلازمېنه کې وروستیو پېښو زور اخیستی دی له همدې امله هر سهار کله چې دندې ته ځي ماښام بېرته د راتګ پر مهال په دې فکر کې وی چې نن به لوټل کېږي، سبا به هدف ګرځول کېږي ؟
بلخوا تېره شپه هم په کابل ښار کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د یوه کار کوونکي په کور ناپيژانده وسله والو برید کړی و، چې په پایله کې د هغه مېرمن، دوه لورګانې او یو زوی شهید شوی دی.
د کورنۍ نږدې خپلوانو یې رسنیو ته وویل، چې بریدګر د تېشې په وسیله یاده مېرمن او د هغې درې واړه بچیان په شهادت رسولي دي او له سیمي په تېښته بریالی شوی دي، خو حکومت د پېښې د څېړلو خبر ورکړی دی.
د یادولو ده چې د کورنیو چارو وزارت له لوري هم د غلو، وسله والو ډلو د نیولو لپاره ځانګړي شپني عملیات د کابل ښار په ټولو سیمو کې پیل شوی دي چې یو شمېر یې نیول شوي هم دي.
 


د مطلب کود: 201356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201356/کابل-د-نا-امنۍ-له-لاسه-شپنيو-پوهنتونونو-ته-محصلین-نه-ځي

آوا
  https://www.avapress.com