دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 201363
انجنیر خان محمد تکل د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ټاکل شوی
انجنیر خان محمد تکل د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ رسما د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.
تر دې مخکې انجنیر محمد ګل خلمي د دغه وزارت سرپرست و خو هغه څه موده مخکې استعفا ورکړه، اوس خان محمد تکل د هغه پر ځای سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
پر خان محمد تکل د فساد تورونه دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ښيي چې خان محمد تکل د بلال نعمت یار په نوم شرکت د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې ورکړې دي. د بلال نعمت یار شرکت رییس ۱۷ کلن او د خان محمد تکل د نږدې خپلوانو له ډلې دی.
 
https://avapress.com/vdcai6nue49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته