کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

1 دلو 1398 ساعت 14:58

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو مشاوري له کندهار والي سره وکتل، چې پر مهال یې د هلمند او زابل ولایتونو یو شمیر ښځینه مدني فعالانو هم ګډون کړی و.

د هلمند ولایت د ښځو چارو ریسې خوښي څرګنده کړه، چې کندهار کي د ښځو حقوقو د خوندیتوب، سولی پروسه کي ګډون او ولایتي ادارې د چارو په پیاوړتیا کي ښځو ته ځانګړی ځای ورکول سوی.


همدا راز راغلو رئیسه صاحبانو دکندهار والي وغوښتل، چي د زابل، هلمند او کندهار میرمنو فرهنګي اړیکو پراختیا، لاسي صنایعو ودې، پوهني او روغتیا سکتور کي د ښځو فعال حضور او ښځو په وړاندي تاوتریخوالي له مینځه وړلو په برخه کي د ګډ کار اسانتیا برابره کړي.
وروسته کندهار والي حیات الله حیات راغلو رئیسه صاحبانو او ورسره مل مدني فعالانو راتګ ته هرکلي ووایه او وویل، چي د ښځو حقوقو څخه د دفاع ، د دوی په وړاندي د تاوتریخوالي له مینځه وړلو ،د روغتیا او پوهني سکتور کي د ګډون په موخه د دوی تشویق، بشر حقونو ته ددوی لاسرسی او په سوله کې د دوی ګډون ته پراخي هڅي کوي او په یاده برخه کي یې د راغلو مسؤلینو د ګډ کار لپاره د دوی د ښه نیت ستاینه وکړه.
 


د مطلب کود: 201366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201366/د-جنوبي-حوزې-یو-شمیر-ښځینه-مسؤلینو-په-ولایت-مقام-کي-له-کندهار-والي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com