دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 201378
ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د درې معصومو ماشومانو او د هغوی د مور د شهادت د خبر په اورېدو سخت ټکان وخوړ او د خپلې ژورې خواشینۍ او غمشریکۍ د څرګندولو پر مهال یې دغه بوږنونکې پېښه یوه دردونکي فاجعه او لوی جنایت وباله.
جمهوررئیس غني کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ته جدي لارښوونه وکړه چې ژرترژره ددغې قضیې عاملین وپېژني، وې نیسي او د عدالت د تامین په خاطر یې د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
همدارنګه جمهوررئیس اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې یادې غمجنې کورنۍ سره عاجلې مرستې وکړي.
https://avapress.com/vdcguq9x7ak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته