نوموړي نن(سېشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) د ورپېښې ناروغۍ له کابله کابل کې سا ورکړې ده.
د افغان فلم مشرې، صحرا کریمي د حیدري مړینه تایید کړه.
جوانشېر حیدري کلونه د افغان سینما ښه والي لپار زیار ګاللی او خلکو یې تل کارونه ستایلي.
نوموړي د ښوونځي له دورې د سینما له هنر سره لېوالتیا درلوده او له هغه مهاله یې پر ستیژ پروګرامونه اجرا کول.
جوانشیر حیدري هېواد کې په ډېرو فلمونو کې رول لوبولی او همداراز یې د یو شمېر فلمونو د ډایرکټر په توګه هم کار کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)