کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتيا امنيتي مسوولين: وسله والو په ځاځي اريوب کې يو تن واکسيناتور وژلی

1 دلو 1398 ساعت 13:23


د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، نن سهار وسله والو طالبانو د ځاځي اريوب ولسوالۍ په درې خوله سيمه کې يو تن واکسيناتور وژلی دی، وسله والو طالبانو بيا پېښه رد کړې او ويلي يې دي، چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې دوه ورځې وړاندې ددې ولايت د عامې روغتيا مسوولينو ويلي و، چې طالبانو ورباندې ماشومانو ته د واکسين په ورکولو بنديز لګولی دی.


د مطلب کود: 201385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201385/د-پکتيا-امنيتي-مسوولين-وسله-والو-په-ځاځي-اريوب-کې-يو-تن-واکسيناتور-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com