کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمندولایت کې دیوه طالب قوماندان په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي

1 دلو 1398 ساعت 15:05


افغان ځانګړوځواکونوپه هلمند ولایت کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې دیوه طالب قوماندان په ګډون ۶تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
دهلمند ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې وژل شوی طالب قوماندان ملا حیات نومیږي او په هلمند ولایت کې د۶ولسوالیو دفعالیتونو مسول وو.
چارواکي وايي،چې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغللي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلي.


د مطلب کود: 201395

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201395/هلمندولایت-کې-دیوه-طالب-قوماندان-په-ګډون-۶تنه-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com