دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 201396
طالبانو له سکاټ میلر او خلیلزاد سره د تاوتریخوالي په راکمولو لیدنه کړې
د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د دغې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، ملا عبدالغني بردار، شېر محمد عباس ستانکزي او مولوي امېرخان متقي په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي.

طالبان وايي، د سیاسي دفتر پلاوي یې د ملا برادر په مشرۍ له زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر سره یو وار بیا لیدنه کړې ده.
د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د دغې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، ملا عبدالغني بردار، شېر محمد عباس ستانکزي او مولوي امېرخان متقي په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي.
د شاهین په خبره دا ځل لیدنه کې د سولې پروسې په راتلونکو پړاوونو تفصیلي بحثونه شوي او دا لیدنه به نن هم دوام وکړي.
سرچینې وايي، طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو په طرحه خبرې کړې دي چې تر کومه حده به امریکايي ځواکونه او تر کومه حده به طالب لوری زیات بریدونه نه کوي.
داسې اټکل شوی چې طالبان به په لویو ښارونو، لویو لارو او امریکايي بیسونو ته نږدې لوی بریدونه نه کوي او په مقابل کې به یې امریکايي لوری پر طالبانو هوايي بریدونه نه ترسره کوي.
 
https://avapress.com/vdcgyq9x3ak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته