کابل کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او لارې شکوونکو پيښو په اړه شکایتونه ډیر شوي دي.
خلک شکایت کوي ،چې د امنیتي مسولینو د بې غورۍ له امله د کابل ښار د وحشت په ښار بدل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده،چې وړمه ورځ هم په کابل کې ناپيژاندو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او وتښتیدل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته امر کړی، چې کابل کې د وژل شویو درېیو ماشومانو او یوې مور د قتل عاملین ژر پیدا کړي.