دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 201407
ډنمارک د افغانستان بزګرانو سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
ډنمارک هیواد د بزګرانو خوړو ښه والي او خوندیتوب لپاره له افغانستان سره نږدې ۳ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

له دې مرستې به هغه ۱۲۹ زره بزګران ګټه اخلي چې د ۲۰۱۸ له وچکالۍ او د ۲۰۱۹ کال له سیلابونو زیانمن شوي دي.
د همدې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنۍ سازمان ویلي زیات شمیر افغانان د وروستیو وچکالیو له امله د خوړو ستونزو سره مخ دي.
دا پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د افغانستان د کرنې وزارت له خوا په بدخشان، دایکندي، غور او ارزګان ولایتونو کې پلي کیږي.
افغانستان کې د ډنمارک سفیر په دې هکله ویلي: خوشحاله یم چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لارې افغانستان کې د بزګرانو خوړو ښه والي او خوندیتوب لپاره د درې میلیونه مرستو اعلان کوم. باید ووایم چې د خوړو خوندیتوب نشتوالی او د ښه ژوند کړکیچ میلیونونه افغانان زیانمن کړي دي.
د یادولو ده چې په دې مرستو کې د کرنیزو اصلاح شوو تخمونو ویش، کیمیاوي سرې او د کرنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه شامل دي، ترڅو بزګران وتوانیږي ځان بساینې ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان مشر راجندر اریال په دې هکله ویلي: د افغانستان زیات شمیر وګړي د خوړ نا امنۍ کې ژوند کوي او دلیل یې هم وروستۍ وچکالۍ او ستونزې دي.
زه باور لرم چې دا مرسته کولی شي په پنځو ولایتونو کې د افغان بزګرانو ژوند کې مثبت بدلون راولي.
د افغانستان د کرنې وزات چارواکي وایي د خوړو نه خوندیتوب لاهم یوه لویه ننګونه ده او افغانستان د خوړو خوندیتوب له کړکیچ سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د موندنې له مخې افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه وګړي د خوړو کړکیچ او نه خوندیتوب سره لاس او ګریوان دي چې له دې ډلې ۲.۴ میلیونه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyve8auqeyxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته