د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت پولیسو ته له دریو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
کندهار کې پولیسو ته د دریو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی
تلویزیون یک , 1 دلو 1398 ساعت 17:11
د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت پولیسو ته له دریو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د کندهار ښار او ولسوالیو د امنیتي چارو سمبالوونکوپوليسو ویلي د معاشونو د ځنډیدو له امله له زياتو اقتصادي او کورنیو ستونزو سره مخامخ دي.
د کندهار ولایتي چارواکي ستونزه نه ردوي؛ خو علت يې مرکزي بولي.
په همدې حال کې د کندهار ښار اوسېدونکي اندېښنه لري، چې که پولیسو ته معاشونه ورنه کړل شي ښايي، غله له مخالفو وسله والو سره د یوځای کېدو هڅه وکړي.
بله خوا ویل کیږي چې کندهار کې شمېر لویې پروژې د امنیت د نه موجودیت له امله پاتې شوي دي.
د کندهار والي حیات الله حیات که څه هم په کندهار ښار او یو شمېر نورو ولسواليو کې د طالب وسله والو د لویو پلانونو د شنډولو خبر ورکړی، خو وايي نه دي توانېدلي، چې ځينې لویې پروژې د ناامنیو له امله عملي کړي.
ښاغلي حیات چې د ۱۳۹۸ لمزیز کال د لاسته راوړنو او حساب ورکونې په یوه غونډه کې خبرې کولې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پاتې راتللو لامل د خلکو نه همکاري ګڼي
د مطلب کود: 201410