د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارپوف د حکومت استعفا لیک د مشرانو جرګې ته وړاندې کړه. د مشرانو جرګې د حکومت استعفا ومنله.
همداشان د مشرانو جرګې ویلي دي چې د هیواد د اساسي قانون له مخې د نوي حکومت تر جوړیدو به موجود حکومت خپلې دندې ته دوام ورکړي
د ویلو ده چې په اوزبیکستان کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر د ۲۲ مې نیټې په ټولټاکنو کې لیبرال ډیموکراټ ګوند د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو نه ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړې. همداشان یاد شوي ګوند موجود لومړی وزیر عبدالله عارپوف یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه نوماند ټاکلی دی.
د اوزبیکستان ولسي جرګه او د مشرانو جرګه به نن د نوي لومړي وزیر د ټاکلو په اړه غونډه وکړي.
د اوزبیکستان ولسمشر د هیواد د نافذه قوانینو له مخې عبدالله عارپوف نوماندي د تایید نه وروسته د اعتماد د رای ترلاسه کولو په خاطر يي پارلمان ته معرفي کوي.
عارپوف د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو په خاطر باید د پارلمان ۵۰ جمع یو رای ته اړتیا لري.