دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 201414
د طالبانو اړوند کسانو دایکنډي کې یو کلینیک سوځولی
د دایکنډي روغتیايي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو اړوند کسانو د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.

د دغه ولایت د روغتیا رئیس اسحاق علي درمان نن سې شنبه د «سلواغې پر لومړۍ نېټه» امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو دغه روغتیايي مرکز د دغه ولسوالۍ په «سلمنجي» سیمه کې سوځولی دی.
هغه وویل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:"تېره شپه د وسله والو طالبانو اړوند کسانو پر دغه روغتیايي مرکز برید کړی دی او هغه یې سوځولی دی."
مسؤلین وايي، چې په دغه پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو وسایل یې سوځول شوي دي.
د دایکنډي د روغتیا رئیس علي درمان وویل، چې دغه روغتیايي مرکز له ۱۵۰۰ څخه تر ۳زره تنو پوري، د واکسین، قابله ګۍ د ماشومانو روغتیا او نورو برخو کې فعالیت کاوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې وه او د روغتیايي مرکزونو د امنیت په اړه له طالبانو سره توافق هم شوی و.
د دایکنډي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري هم ویلي، چې د طالبانو اړوند کسانو لومړی د دغه روغتون درمل سوځولي او وروسته یې په ماین چاودنه ورکړې ده.
د نوموړي په خبره طالبانو د کجران ولسوالۍ په په مناره، سید اباد او سلمنجي سیمو کې فعالیت کوي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzznik23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته