دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 201430
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل کړ
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي نن سه شنبه په رسمي ډول د استېناف غوښتنې شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل شو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د استېناف غوښتنې لپاره د شکایتونو د ثبت پړاو تېره ورځ بشپړ شوی او په دغه مرحله کې ۶۲۹۲ شکایتونه ثبت شوي دي.
د دغه کمېسیون رئیسې زهره بیان شینوارې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نن په رسمي توګه شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل شو چې دا بهیر به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
شینوارې زیاته کړه: "د شکایتونو د ثبت له مرحلې وروسته د شکایتونو کمېسیون په مرکزي دفتر کې شکایتونو ته د رسېدنې د طرزالعمل له مخې چې په هغه کې تصنیف، څېړنه، تحلیل، تدقیق، ابلاغ او تطبیق پړاوونه شامل دي زموږ د تخنیکي ټیم له لوري یې کار پیل شوی چې اوس د پروسس په حال کې دي."
د ټانیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په پروان، میدان وردګو، تخار او جوزجان ولایتونو کې د استېناف غوښتنې لپاره هېڅ شکایت نه‌دی ثبت شوی.
د دغه کمېسیون چارواکي زیاتوي چې ډېری ثبت شوي شکایتونه په ترتیب د "ثبات او هم‌پالنې"، د "دولت جوړوونکي" او د "سولې او اسلامي عدالت" ټاکنیزو ټیمونو له لوري ثبت شوي.
د شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې په مرکز او ولایتونو کې شااوخوا ۱۶۵۰۰ زره ټاکنیز شکایتونه څېړلي و چې د پرېکړې له مخې یې ۴۷ محلونه باطل اعلان شوي او ۵۳۷۸ محلونه بیا شمېرنې ته تللي دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وویل: "د شکایتونو مرکزي کمېسیون او د شکایاتو ولایتي دفترونه دې په دغه څېړنه کې سره همغږي شي او دوی دې په دې اړه یوه واحده پرېکړه وکړي، څو قضیه په متعادل ډول سره حل او فصل شي."
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان یا تلې میاشتې په شپږمه وشوې، خو تر اوسه‌یې یوازې لومړنۍ پایله اعلان شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌‌خوا د استېناف غوښتنې شکایتونو ته له رسېدنې او د پرېکړې تر اعلان وروسته به، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان شي.
 
https://avapress.com/vdcfmyd0xw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته