دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 201446
د ملي امنیت پر ځواکونو د ولسي وګړو د وژلو په تړاو ادعاوې
د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی راضو خان ادعا کوي چې د ملي امنیت ځواکونو په یوه عملیات کې د کورنۍ څلور تنه غړي وژلي او یو ورور یې د دغو ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

هغه چې د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغی وایي چې یوولس میاشتې مخکې یې دوه وروڼه، ورېندار او څلور کلن وراره د ملي امنیت ځواکونو د شپې په عملیاتو کې ووژل شول او د ملي امنیت ریاست د هغه بل ورور بیولی دی.
راضو خان وايي که چېرې د ورور برخلیک یې روښانه نه شي او عدالت یې په اړه پلی نه شي ځان ته به اور ورته کړي.

د خوست اوسېدونکی راضو خان په دې اړه وویل:«حکومت باید ځواب ووايي چې ته د دې لپاره نیول شوی یې او د دې لپاره مو ستا وروڼه په کور کې شهیدان کړل او که ځواب نه راکوئ زه خپل ځان ته په خپل کور کې اور اچوم چې حکومت له ما خلاص شي.»
د خوست اوسېدونکی شېرمحمد هم وايي:«دغه کس نه له طالبانو سره و او نه هم له حکومت سره، یوازې د خپل کور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې کار کوه.»
له بلخوا د جبار پښتون د کورنۍ غړي چې دې ته ورته ادعا لري وايي د لړم په میاشت کې نوموړی د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول. 
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcc0sqie2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته