دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 201474
ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري
افغان حکومت خبرداری ورکړی چې له بشپړ اوربند پرته به د افغان سولې روانې خبرې بې پایلې وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان حکومت ته د طالبانو له لورې په تاوتریخوالي کې کموالی د منلو وړ نه دی.
د افغان حکومت دا غبرګون وروسته له هغې ښوولی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له امریکايي مرکچي ډلې سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.
https://avapress.com/vdcd5f0xoyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته