دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 201476
طالبان د بغلان‌ـ‌کندوز له لویې لارې د ورځې ۸ میلیونه افغانۍ ټولوي
وسله‌وال طالبان د بغلان‌ـ‌کندوز له لویې لارې هره ورځ نږدې ۸ میلیونه افغانۍ عاید لري.
په مرکزي بغلان ولسوالي کې ځینې امنیتي سرچینې وايي چې طالبان د بغلان‌ـ‌کندوز پر لویې لارې له تلونکیو باروړونکیو موټر باج اخلي.
دغه سرچینو ویلي چې طالبان د مرکزي بغلان ولسوالي په تانک جاجي مجید، جنګل‌باغ، جرخشک او سرک شرکت سیمو کې د تالاشي پوستې لري او له هر باروړونکي موټر نه د ورځې له ۳ زره تر ۳۰ زرو افغانیو پیسې اخلي.
د دغو سرچینو په وینا، له یادې لویې لارې نه د طالبانو ورځنی عاید نږدې ۸ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د مرکزي بغلان ولسوال خان‌زاده مظلوم‌یار هم له باروړونکیو موټرو نه د طالبانو باج اخیستل مني او وايي، د دغې ډلې وسله‌وال له هر باروړونکي موټر نه له ۲۰ زره تر ۳۰ زرو افغانیو پورې ټولوي.
مظلوم‌یار زیاتوي، طالبان پر دغو پیسو د ځان او ډلې لپاره وسلې او نور جګړه‌ییز تجهیزات پېري.
هغه خبرداری ورکوي، تر هغه چې پر یادې لارې نظامي عملیات ونه شي، پر دغې لویې لارې به د طالبانو باج اخیستل همداسې دوام وکړي او په دې سره به په بغلان ولایت کې څو برابره ځواکمن شي.
https://avapress.com/vdcfeyd0vw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته