کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترهګرو طالبانو دایکندي کې یو کلینیک سوځولی ـ چارواکي

2 دلو 1398 ساعت 13:49


د دایکندي روغتیايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.
د دغه ولایت د روغتیا رئیس اسحاق علي درمان  وویل، چې وسله والو دغه روغتیايي مرکز د دغه ولسوالۍ په «سلمنجي» سیمه کې سوځولی دی.
هغه وویل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه: “تېره شپه د وسله والو طالبانو اړوند کسانو پر دغه روغتیايي مرکز برید کړی دی او هغه یې سوځولی دی.”
مسؤلین وايي چې په دغه پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو وسایل یې سوځول شوي دي.
د دایکندي د روغتیا رئیس علي درمان وویل چې دغه روغتیايي مرکز له ۱۵۰۰ څخه تر ۳زره تنو پوري، د واکسین، قابله ګۍ د ماشومانو روغتیا او نورو برخو کې فعالیت کاوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې وه او د روغتیايي مرکزونو د امنیت په اړه له طالبانو سره توافق هم شوی و.
د دایکندي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري هم ویلي چې د طالبانو اړوند کسانو لومړی د دغه روغتون درمل سوځولي او وروسته یې په ماین چاودنه ورکړې ده.
د نوموړي په خبره طالبانو د کجران ولسوالۍ په په مناره، سید اباد او سلمنجي سیمو کې فعالیت کوي.


د مطلب کود: 201477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201477/ترهګرو-طالبانو-دایکندي-کې-یو-کلینیک-سوځولی-چارواکي

آوا
  https://www.avapress.com