د فاریاب ولایتي اداره وايي، په دغه ولایت کې طالبانو یوه ښځه او یو طالب وسله وال د جنسي اړیکو د لرلو په تور وژلي دي.
د فاریاب ولایتي ادارې لخوا راغلي، چې د ګرزیوان ولسوالۍ د غولبیان اوسېدونکې دغې میرمنې ورور په طالبانو کې و او کله چې نیول شوې، نو طالبانو سمدواره سړی هم راغوښتی او دواړه یې وژلي دي.
بلخوا د فاریاب امنیه قومنداني تاند ته وايي، وژل شوې مېرمن ۲۵ کلنه وه او دوه ماشومان یې هم درلودل.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د دغې مېرمنې پلار د لور تر وژل کېدو وروسته د هغې د بدن غوښې ټوټې کړي او راځوړندې کړې یې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ورکړی.