دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 201480
نړیوال جام: افغانستان نن د عربي اماراتو سره مخ کېږي
د سویلي افریقا په کوربه توب د ۲۰۲۰ کال ۱۹ کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام په دوام افغان لوبډله په خپل ګروپ کې د لومړۍ بریا وروسته خپله دوهمه لوبه نن د متحده عربي امارتو نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

دا سیالي به د افغانستان پر مهال د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د متحده عربي لوبډلې پر وړاندې پیل شي، خو دا ځل په ټلویزیون باندې په ژوندۍ بڼه نه ښودل کېږي.
د افغان نولس کلنې لوبډلې سره مل روزونکي وایي،چې دوی نننۍ سیالۍ ته په بشپړه توګه چمتو والی لري او هیله لري چې نن د متحده عربي اماراتو لوبډله هم ووهي.
د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر فرهان زاخېل رسنیو ته ویلي دي چې دوی د متحده عربي اماراتو پر وړاندې سیالۍ ترسره کولو لپاره او په هغې کې بریا لاسته راوړلو ته په بشپړه توګه چمتو دي.
په نړیوال جام کې ټوټل د نړۍ ۱۶ غوره لوبډلې ګډون لري چې افغانستان په خپله ګروپ کې د جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا سره ځای لري.
افغانستان خپله وروستۍ لوبه بیا په خپل ګروپ کې د کاناډا خلاف ترسره کوي، بیا به دوهم پړاو ته ځي هلته به هم له مخکښو لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا پر وینا په هر ګروپ کې به د ۴ لوبډلو څخه دوه مخکښې لوبډلې دوهم پړاو ته لار پیداکړي چې په دې توګه به اته لوبډلې په لومړي پړاو کې د مخکې تګ څخه پاتې شي .
په دوهم پړاو کې به اته لوبډلې په دوو ګروپونو باندې وویشل شي چې بیا به هم څلور لوبډلې بهر شي او پاتې څلور لوبډلې به د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لار پیداکړي.
افغانستان دا ځل نړیوال جام ته نوې لوبډله انتخاب کړې ده چې له همدې امله یې په لومړۍ سیالۍ کې کوربه لوبډله جنوبي افریقا له یوې سختې ماتې سره مخ کړه چې په دې سره یې مخکې تک چانس نور هم زیات شو.
په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان د سوت افریقا لوبډله په ۲۹ اورونو کې په ۱۲۹ منډو سوځولې وه چې افغانستان ورته په ۲۵ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ.
د افغانستان لپاره په دې سیالۍ کې شفیق الله غفاري تاریخي توپ اچونه وکړه نوموړي شپږ افریقایي لوبغاړي له مخې پورته کړل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، ورسره فضل الحق او نور احمد لکڼوال هم دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
په توپ وهنه کې بیا ابراهیم ځدراڼ او عمران میر د نړیوال جام لومړنۍ پنځوسیزې ووهلې او یاده سیالي یې افغان لوبډلې ته په اووه ویکټو وګټله.
 
https://avapress.com/vdcaa6nuw49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته