دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 201481
د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان اماراتو سره لوبه لري
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله نن د کرکټ نړیوال جام په لړ کې خپله دویمه لوبه له متحدو عربو اماراتو سره کوي.
دا لوبه د کابل پر مهال د غرمې شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پیلیږي او پر تلویزون نه ښودل کیږي.
افغانستان د نړیوال جام په لومړۍ لوبې کې د کوربه هېواد جنوبي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو د لوبډلې کپتان فرهان زاخیل امریکا غږ ته وویل چې هیله لري له متحدو عربو اماراتو څخه هم لوبه وګټي اولو لوبډله بل پړاو ته ووځي.
په نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې دي چې د افغانستان په ګروپ کې جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات شامل دي.
د افغانستان درېیمه لوبه د جمعې په ورځ له کاناډا سره ده. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې منځلوبو (کوارټرفاینل) ته وځي.
 
https://avapress.com/vdcbw8b58rhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته