دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 201482
هارون چخانسوري د ادریس زمان پر ځان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وټاکل شو
ولسمشر غني محمد هارون چخانسوري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین او د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلی چخانسوري به د نوي وزیر تر ټاکل کېدو پورې سرپرست وي، لا معلومه نه ده چې نوی وزیر کله ټاکل کیږي.
اعلامیه وایي چې د وزارت سرپرست د اصلاحاتو د بهیر مشري په غاړي لري او “مکلف دی چې ټول کارکوونکي ارزیابي او ګمارنې معیاري کړي. ” د ارګ په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې سرپرست وزیر باید د “یوېشتمې پېړۍ سیاسي او اقتصادي ضرورتونو ته په کتو په وزارت کې تشکیلاتو ته بیا کتنه وکړي. ”
تر ښاغلي چخانسوري مخکې محمد ادریس زمان د دغه وزارت سیاسي معین او سرپرست و. ښاغلي چخانسوري د ښاغلي زمان کارونه ستایلي او ویلي دي چې د هغه له لوري پیل شوي اصلاحات به روان ساتي.
د بهرنیو چارو وزارت مخکني سیاسي معین ادریس زمان په خپل ټویټر کې هارون چخانسوري ته د دندې مبارکي ویلي ده او هیله یې کړې ده چې د خپل هېواد لپاره به په نورو برخو کې کار روان ساتي.
ولسمشر غني ښاغلی زمان له هغه وروسته سرپرست کړ چې د مخکني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ” د وزارت په چارو کې د ارګ د مداخلو” له کبله استعفا وکړه.
هارون چخانسوري تر دې مخکې د افغانستان د ولسمشر ویاند، د ولسمشر د دفتر مشر او د جمهوري ریاست د چارو د ادراې مشر و.
https://avapress.com/vdcc4sqii2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته