دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 201483
د ټرمپ د استيضاح محاکمه او د ګانګرېس اختلافات
د امریکا کانګرس کې ډیموکراټان دې هڅه کې پاتې راغلل، چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمې په لومړۍ ورځ نور سندونه برابر کړي. دوی هڅه کوله چې له اوکراین سره د ټرمپ د اړیکو په هکله نور سندونه تیار کړي. همدا وجه وه چې مشرانو جرګه کې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمه د مقرراتو په هکله د جمهوريپالو او ډیموکراټانو له ناندریو سره پیل شوه.

خو ډیموکراټان وايي، دا هڅه د ولسمشر ټرمپ پر تېروتنو له پردې اچولو پرته بل څه نه دي.
له دې بهیر پیلېدو مخکې د استیضاح په محاکمه کې مشر څارنوال او د کانگرېس ډېموکراټ غړي اډم شیف ویلي قاطع دلایل شته چې ښیي ښاغلى ټرمپ د ولسمشرۍ له واکونو ناوړه ګټه پورته کړې ده.
د دې تورونو په دفاع کې د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو ویلي “دا تورونه د قناعت وړ نه دي او خطرناک دي”.
د دوی له نظره پر ټرمپ پورې شوي تورونه جنایت نه بلل کیږي او داسې سرغړونه نه ده چې له مخې یې ولسمشر له دندې ګوښه کړل شي.
د ټرمپ د پړ خېژولو او په پایله کې د ولسمشر په توګه له دندې ګوښه کولو لپاره د مشرانو جرګې درېیمې برخې رایو ته اړتیا ده، خو جمهوریپال ګوند- چې ټرمپ یې مشري کوي- پر مشرانو جرګې واکمن دی.
د همدې اکثریت پر بنسټ د ټرمپ پرضد د ډېرو رایو کارېدل د ډیرو له امکان لرې خبره ده.
ډیموکراټ ګوند په سنا مجلس کې یوازې ۴۷ غړي لري.
https://avapress.com/vdcdjf0xsyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته