دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 201486
ګلبدین حکمتیار: د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق کې د اوسني حکومت برخلیک معلومېږي
له طالبانو غواړم که له حکومت سره خبرې نه کوي، نو د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې دې روان بحران ته د حل لار ولټوي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې په کابل کې د سولې ملي بهیر غړو سره یوې ناستې ته خبرې کولې له طالبانو وغوښتل که له حکومت سره خبرو ته نه چمتو کيږي، نو د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له لارې دې بحران ته د حل لار ولټوي او له هغو ګوندونو سره دې مخامخ خبرې پیل کړي کوم چې پدې موده کي ورسره جنګېدلي دي. 
حکمتیار وایي که طالبان له اوسني حکومت سره خبرې نه کوي او هغه مستثنی کوي، نو ضرورت یې ځکه نشته، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق کې د اوسني حکومت برخلیک هم معلومیږي.
د حزب اسلامي مشر همداراز وایي د سولې ټینګښت او جنګ پای ته رسیدو یوازینۍ لار داده، څو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان پرېښودل شي، څو په خپله خپل برخلیک وټاکي.حکمتیار وایي، چې افغانان باید د بهرنیانو له وساطت پرته روانه جګړه ختمه کړي.
د حزب اسلامي مشر وایي، چې ټول باید په یو ملي میثاق توافق وکړي او هغه دا چې مخکنۍ تجربې بیا تکرار نه شي او ټول دا ومني، چې واک ته د رسېدو يواځینۍ لار شفاف او عادلانه انتخابات دي.
 
https://avapress.com/vdcg7q9x3ak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته