کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تاییده کړه؛په شینډنډ کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

2 دلو 1398 ساعت 11:25

په دغه برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي وو، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي

د بشري حقونو کمېسیون څو څو ځله له افغان او بهرنیو ځواکونو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي، اوس یو ځل بیا ترې غواړو چې ملکي خلک په نښه نه کړي


د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څېړنې ښيي چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.
له دغه برید وروسته د هرات ځايي چارواکو وويل چې د بې پيلوټه الوتکې په دغه برید کې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې قوماندان ملا ننګيالی او د هغه پنځلس ملګري وژل شوي وو. ځايي چارواکو هغه مهال په دغه برید کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله نه منله، خو اوس د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په دغه هوايي برید کې ملکي خلک وژل شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د مرغومي یا جدې پر ۱۸ نېټه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکي کسانو د وژل کېدو له ادعا وروسته دوی څېړنه پیل کړه.
د دغه کمېسیون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:« تر لاسه شوي معلومات ښيي چې په دغه برید کې ۱۵ ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي، درې ښځې او درې ماشومان په وژل شویو او دوه ماشومان په ټپیانو کې شامل دي.»
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په پېښه کې د وژل شویو ملکي کسانو په هکله یې معلوماتو له یو شمېر اړوند سرچینو سره شریک کړي دي.امریکايي ځواکونو منلې وه، چې دغه برید یې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښته کړی.
د بشري حقونو کمېسیون په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند او مال ته جدي پام وکړي. په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو کمېسیون څو څو ځله له افغان او بهرنیو ځواکونو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي، اوس یو ځل بیا ترې غواړو چې ملکي خلک په نښه نه کړي.
 


د مطلب کود: 201488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201488/د-بشري-حقونو-خپلواک-کمېسیون-تاییده-کړه-په-شینډنډ-کې-بهرنیانو-هوايي-برید-۱۵-ملکي-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-وه

آوا
  https://www.avapress.com