دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 201493
  د طالبانو یو ۴۰ کسیزه ډله په غور کې ملی اردو ځواکونو ته تسلیم شوی
  د ملی دفاع وزارت د یو خبرپاڼی په خپرولو سره اعلان کړي چی ۴۰ تنه طالبان په غور ولایت کې د هیواد دفاعی او امنیتی ملی اردو ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: د دفاع وزارت اعلان کړ چی ۴۰ تنه طالبان د څو اونیو نښتو وروسته د غور ولایت شهرک ولسوالی کې افغان امنیتی ځواکونو ته خپل اسلحو سره تسلیم شوی دی.
 
سرچینه زیاتوی چی تسلیم شوی طالبان تعهد کړي چی نور د خلګو او حکومت په وړاندی نه جنګیږی او خپل هیوادوالو ترڅنګ مسالمت آمیزه ژوند کوی.
 
مخکې له دی هم د ۱۵۰ تنه څخه ډیر طالبان د غور په ولایت کې ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی وو.
 
https://avapress.com/vdceoz8wxjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته