د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه.
ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال بودجه تصویب کړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 دلو 1398 ساعت 12:54
د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه.
د ۱۳۹۹ کال بودجه په ولسي جرګه کې له زیاتو جنجالونو وروسته تصویب شوې ده.
د مالي وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي دا خبر تایید کړی دی.
د ۱۳۹۹ کال بودجه کې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ په پام نیول شوې ده چې ۲۸۹ میلیارده یې عادي او ۱۳۹ میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.
د مطلب کود: 201502