دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 201510
غور کې لاریون کوونکو د دولتي ادارو دروازې تړلي
په غور کې یو شمیر لاریون کوونکو نن چهارشنبه دغه ولایت کې د ولایتي دولتي ادارو دروازې تړلي دي.

دغه اعتراض کوونکي د ۱۳۹۹ کال بودجې توازن نه درلودو له امله نیوکه کوي او وایي چې نوي مالي کال بودجه کې دغه ولایت لپاره هیڅ پراختیايي پروژه په پام کې نه ده نیول شوې ده.
دوی وایي ترڅو چې یې غوښتنې ونه منل شي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسي جرګې نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه.
د ۱۳۹۹ کال بودجه کې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ په پام نیول شوې ده چې ۲۸۹ میلیارده یې عادي او ۱۳۹ میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezz8w7jh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته