کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت آخرو تحولاتو په اړه؛ اشرف غنی او ترامپ په داووس کې سره لیدلی دی

2 دلو 1398 ساعت 20:11

محمد اشرف غنی ولسمشر د اقتصاد نړیوال مجمع په لړ کې سوییس داووس ښار کې، د دونالد ترامپ امریکا ولسمشر سره لیدلی او خبری کړی دی.



 
 
آوا خبرګزاری-کابل: په دی لیدنه کې چی نن چهارشنبه(۲ دلو) ترسره شوی، افغانستان سوله او امنیت او په سیمه کې وضعیت د دواړو ولسمشرانو خبرو اترو محور وو.
 
صدیق صدیقی، د ولسمشر ویاند ددی خبری په بیان سره خپل توییتر کې لیکلی دی، دواړه لوری په دی لیدنه کې د افغانستان وضعیت، سوله او امنیت، سیمی وضعیت او همدارنګه بګرام آځرو ناستو موضوعاتو په اړه خبری کړی دی او ټینګار کړی دی چی افغانستان حکومت دا موضوعات په بیلابیلو ناستو کې د امریکا ملی امنیت مشارو سره تعقیبوی.
 
دا په داسی حال کې دی چی مخکې ددی، امریکا ولسمشر د پاکستان لومړۍ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان تحولاتو او سولې پروسی په اړه خبری کړی دی.
 
په دی لیدنه کې دونالد ترامپ ټینګار کړی چی پاکستان او امریکا د افغانستان سولې او منظم لیږد کې علاقه مند دی.
 
د پاکستان لومړۍ وزیر ټینګار پردی چی امریکا او پاکستان د افغانستان سولې په اړه مشترک موقف لری، ویلی دی چی پاکستان په افغانستان کې د سولې څخه ملاتړ ته ادامه ورکوی.
 
د افغانستان او امریکا روسا مخکې له دی د قوس په ۸ نیټه په یو جنجال رامنځته کوونکې لیدنه کې پروان ولایت بګرام کې لیدنه کړی وو.
 
 
 


د مطلب کود: 201551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201551/په-افغانستان-او-سیمه-کې-د-سولې-امنیت-آخرو-تحولاتو-اړه-اشرف-غنی-ترامپ-داووس-سره-لیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com