دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 201599
چین د افغانستان لپاره تازه استازی ګمارلی
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بیجینګ د افغانستان لپاره “لیو جیان” د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.

ښاغلي لیو افغانستان، مالیزیا، پاکستان او څو نورو هېوادونو کې د چین د سفیر په توګه د کار تجربه لري.
له هغه مخکې"دنګ شې جنګ"  د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په توګه کار کاوو.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګینک شوانګ وايي:«چین تل د افغانستان سولې بهیر او پخلاینې کې په جدي توګه ګډون کړی دی او هغې ته یې پرمختګ ورکړی او د ښکيلو غاړو همغږي او پر افغانستان پورې تړلې نړیوالې همکارۍ یې مهمې ښکاره کړې دي. د افغانستان لپاره د چین مخکني ځانګړي استازي د افغانستان سیاسي حل لاره کې مثبته ونډه درلوده. هغه په دې وروستیو کې "آسیان " کې د چین د سفیر په  توګه ګمارل شوی دی.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د افغانستان لپاره نوی استازی به یې هڅه و کړي، څو افغانستان کې سوله تامین شي.
هغه زیاتوي:«چین به افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره خپله ونډه ترسره کړي.»
 چین د افغانستان سولې بهیر کې فعالو هېوادونو بلل کېږي، دغه هېواد د افغانانو ترمنځ د سولې یوې دورې د خبرو کوربتوب ژمنه یې کړې ده، خو تر اوسه دا خبرې نه دي ترسره شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b59rhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته