دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 201633
د روڼتیا نړیوال بنسټ: افغانستان لاهم د نړۍ لسو فاسدو هیوادونو په کتار کې دی
په ۲۰۱۹ کال کې د شفافیت نړیوالو شاخصونو له مخې چې نن پنجشنبې خپاره شوي، ښیي چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې له سلو نمرو شپاړس نمرې ترلاسه کړي او دې برخه کې یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

افغانستان اوس د نړۍ لسو فاسدو هیوادونو په کتار کې دی.
د افغانستان د روڼتیا بنسټ په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ویلي حکومت نه توانیدلی هغې موخې ته ورسیږي چې فساد سره مبارزې لپاره ټاکلې وې.
د روڼتیا بنسټ د دې کار عامل له عدلي او قضايي ارګانونو او فساد سره د مبارزې له بنسټونو سیاسي ګټه اخیستنه بللي.
د روڼتیا نړیوال بنسټ د فساد په اړه د ۲۰۱۹ کال رپوټ نن خپور کړی.
دغه رپوټ ښيي چې افغانستان فساد سره مبارزې برخه کې له ۱۰۰ نمرو شپاړس نمرې ترلاسه کړي او په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۷۳ام هیواد دی.
په دې رپوټ کې د قانون حاکمیت او سوداګرۍ په ګډون پنځه شاخصونه ارزول شوي دي.
افغانستان له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره فساد سره مبارزې برخه کې زیاته فاصله لري.
د افغانستان حکومت تر اوسه دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.
د شفافیت نړیوال بنسټ د رپوټ پر اساس د ډنمارک، نوی زیلاند او فنلنډ هیوادونه په لومړي دویم او دریم ځایونو کې دي.
https://avapress.com/vdcae6nue49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته