دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 201635
طالبان: د غنی خبری په داووس کې غیری مسوولانه وو
  طالبان د یو اعلامیه په خپرولو سره د ولسمشر غنی خبری د سویس په داووس ښار کې غیری مسئولانه بللی دی.

 
د داووس په ښار کې د اقتصاد نړیوال مجمع په ناسته کې ویلی وو چی طالب جنګیدونکې د جګړی څخه ستومانه دی او غواړی جګړه ودروی، خو برعکس ددی ډلې مشران په دوحه کې هر یو د څلور څخه تر پنځه ښځی کړي او د ژوند څخه خوند اخلی.
 
د طالبانو په اعلامیه کې راغلی دی چی ښآغلی غنی ددی ډلې سیاسی دفتر پر غړو باندی د حقیقت څخه لیری تورونه لګولی دی.
 
په اعلامیه کې ویل شوی دی چی دا ډله همدارنګه خپل جګړه ته ادامه ورکوی.
 
ښاغلی غنی تیره ورځ ویلی وو چی د طالبانو هر یو رهبر همدا اوس سرمایه ګذارانو باندی بدل شوی دی.
 
هغه همدارنګه ددی ډلې جګړی په اړه ویلی وو چی په هغه صورت کې چی طالبان د تاوتریخوالی څخه لاس واخلی، افغانستان خلګ او حکومت نه پریږدی چی دا ډله د سولې پروسی څخه په ګټه اخیستنې سره قدرت ته ورسیږی.
 
ښاغلی غنی ویلی وو: که طالبان آماده دی چی تاوتریخوالی پای ته ورسوی، په دی صورت کې افغانستان ټولنه هم آماده دی هغوی قبول کړی.
 
 
https://avapress.com/vdcc1sqip2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته