کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان 'کوارټر فاینل' ته ووت

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1398 ساعت 18:45

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کوارټر فاینل ته ووته.



دا سیالۍ په جنوبي افریقا کې روانې دي.
افغانستان به سبا د کاناډا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د لوبډلې سر روزونکي رئیس احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ د سیالیو تر پیل ۱۰ یا ۱۲ ورځې مخکې جنوبي افریقا ته راغلي وو. زموږ ورزشکاران د دې ځای له هوا سره ښه بلد شول."
د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې هم کوارټر فاینل ته وتلې دي.
 


د مطلب کود: 201654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201654/د-۱۹-کلنو-کرکټ-نړیوال-جام-افغانستان-کوارټر-فاینل-ته-ووت

آوا
  https://www.avapress.com