کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل- کندهار لویه لار د زابل په اړوند سیمه کې ډېره ویجاړه شوې

3 دلو 1398 ساعت 19:36

د زابل خلکو ویلي؛ د کندهار – کابل لویه لار، چې د جګړو، ماینونو او د ډېر وزن وړونکیو موترو د تګ راتګ له کبله ډېره ویجاړه شوې؛ خو که ونه رغول شي، دوی به یې د ترافيکو پر مخ وتړي.



د دغې لارې مسافر کریم الله نومی او موتر چلوونکی رحمت الله وايي، اوس له کندهاره تر کابله د ۵ ساعتونو لار په ۱۶ ساعتونو کې وهو.
د دغې لویې لارې چارواکو څرګنده کړې؛ له زابله ۱۷۰ کیلومتره سړک تېر شوی، چې اوس د ډېر ویجاړ حالت له کبله د موترو تګ راتګ پرې ستونزمن شوی دی.
د زابل ولایتي شورا مشرعطاجان حق بیان او د دغه ولایت یو شمېر اوسیدونکي ګواښ کوي، چې که یاده لار و نه رغول شي؛ دوی به یې د ترافیکو پر مخ وتړي.
د زابل د سرکونو د څارنې او ساتنې ریاست مسوولینو د یادو ستونزو تر څنګ زیاته کړې، چې د دوی د مسوولیت په ساحه کې ۱۰۰ پلچکونه ویجاړ شوي، له سل کیلومتره څخه ډېر سړک د چریو او جرونو بڼه خپله کړې ده.
د زابل د تولګټو چارو مشر انجنیر محمدهاشم همدرد څرګندوي، که بودجه ورکړ شي د خپل مسوولیت په سیمه کې به یاده لار ورغوي.
د کابل–کندهار لويه لار، چې ۴۸۳ کيلومتره اوږدوالی لري؛ د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه له يو او بل سره نه یوازې نښلوي، بلکې د هېواد د سوداګریز سیستم د سړکونو یوه اوږده کړۍ یې هم جوړه کړې ده.

 


د مطلب کود: 201657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201657/د-کابل-کندهار-لویه-لار-زابل-په-اړوند-سیمه-کې-ډېره-ویجاړه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com