دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 201674
انګلا میرکل ولسمشر غني ته د ټاکنیزې بریا مبارکي ویلې او د جرمني د سفر بلنه یې ورکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په سویس کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په یوې څنډه کې د ناستو پر دوام د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره په مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړي. د ولسمشر غني په دغې لیدنه کې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ډاډ ورکړ چې د افغان سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري کېږی او افغانستان په دغه پروسه کې شامل وي پوره همکاري او ملاتړ کوي. انګلا مرکل ولسمشر محمد اشرف غني ته د څرګندونو پر مهال ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربه توب ته غاړه کېږدي او هم به ورته لازمې اسانتیاوې چمتو کړي. د مرکل پر وینا همداراز المان د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې متهد دی او غواړي په دغې برخه کې هم پراخه همکاري وکړي. مېرمن مرکل د خپلو خبرو په دوام وویل، المان د افغان امنیتي ځواکونو سره پراخې مرستې کولو ته چمتو دی او هم یې په نوي ۲۰۲۰ کال کې د مرستو کولو ژمنه وکړه. انګلا مرکل د افغانستان د بریالیو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدا او په لومړني پړاو کې د ولسمشر غني په بریا خوښي ښودلې ده او ښاغلي غني ته یې په لومړني پړاو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده. انګلا مرکل د دې ناستې په پای کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې پر یوه رسمي سفر دې المان ته ولاړ شي. خو ولسمشر غني افغانستان سره د المان له لوري په بیلابیلو برخو کې د همکاریو او مرستو قدردانی وکړ او وې ویل، چې په یو مناسب وخت کې به یاد هېواد ته رسمي سفر وکړي. ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون پر موخه سویس ته تللی دی، هلته یې د دې مجمع په څنډه کې د بیلابیلو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان په اړه بحث او خبري کړي دي. ولسمشر غني تېر ماښام هم په سویس هېواد کې د بین المللي ارشد خبریالانو سر ناسته ترسره کړې وه چې پکې د افغانستان ورستیو پرمختګونو د سولې پروسې، اصلا حاتو، فساد ضد مبارزې،روانو حالاتو او سبمه ییزې همکارۍ په اړه بحث او خبرې کړې وې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په سویس کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په یوې څنډه کې د ناستو پر دوام د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره په مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړي.
د ولسمشر غني په دغې لیدنه کې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ډاډ ورکړ چې د افغان سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري کېږی او افغانستان په دغه پروسه کې شامل وي پوره همکاري او ملاتړ کوي.
انګلا مرکل ولسمشر محمد اشرف غني ته د څرګندونو پر مهال ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربه توب ته غاړه کېږدي او هم به ورته لازمې اسانتیاوې چمتو کړي.
د مرکل پر وینا همداراز المان د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې متهد دی او غواړي په دغې برخه کې هم پراخه همکاري وکړي.
مېرمن مرکل د خپلو خبرو په دوام وویل، المان د افغان امنیتي ځواکونو سره پراخې مرستې کولو ته چمتو دی او هم یې په نوي ۲۰۲۰ کال کې د مرستو کولو ژمنه وکړه.
انګلا مرکل د افغانستان د بریالیو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدا او په لومړني پړاو کې د ولسمشر غني په بریا خوښي ښودلې ده او ښاغلي غني ته یې په لومړني پړاو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.
انګلا مرکل د دې ناستې په پای کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې پر یوه رسمي سفر دې المان ته ولاړ شي.
خو ولسمشر غني افغانستان سره د المان له لوري په بیلابیلو برخو کې د همکاریو او مرستو قدردانی وکړ او وې ویل، چې په یو مناسب وخت کې به یاد هېواد ته رسمي سفر وکړي.
ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون پر موخه سویس ته تللی دی، هلته یې د دې مجمع په څنډه کې د بیلابیلو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان په اړه بحث او خبري کړي دي.
ولسمشر غني تېر ماښام هم په سویس هېواد کې د بین المللي ارشد خبریالانو سر ناسته ترسره کړې وه چې پکې د افغانستان ورستیو پرمختګونو د سولې پروسې، اصلا حاتو، فساد ضد مبارزې،روانو حالاتو او سبمه ییزې همکارۍ په اړه بحث او خبرې کړې وې.
 
https://avapress.com/vdcfeyd0jw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته