دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 201675
ولسمشر غني: افغانان شاتګ نه کوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د سویس هېواد په داوووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په یوې څنډه کې د بین المللي رسنیو د ارشد خبریالانو ته په یوې ناسته کې ویلي دي چې افغانان په هر ډول حالاتو کې شاتګ نه کوي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني له دغو خبریالانو سره په روان وضعیت، سولې پروسې، حکومتولۍ، اصلاحاتو، فساد ضد مبارزې او د سیمه ییزې همکاریو په پراختیا کې د افغانستان د رول په اړه خبرې کړي دي.
غني په دې ناسته کې خبریالانو ته ویلي دي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان لوی پرمختګونه کړي دي د هغه پر وینا افغانستان بې وزله هېواد نه دی، د هېواد مو قعیت د دې لامل ګرځېدلی دی چې له افغانستان څخه د ګازو نل لیکي، برېښنا انرژۍ.او نوري فایبر لیږ کارونه دوام لري .
ولسمشر غني وویل، افغانان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره هیڅ راز ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره له طالبانو سره کېږي دا به د نورو سختو جګړو د سلسلې د پیل په معنا وي او که افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده.
غني یوځل بیا په دې ټینګار وکړ موږ د دې لپاره اوربند غواړو چې په ۲۰۱۷ کال کې له طالبانو سره اوربند موږ ته دا اجازه راکړه چې د سولې پر لور حرکت وکړو او دغه اوربند ۹۸ سلنه موثر وو.
ولسمشر زیاتوي افغانان د جنګ د پایته رسېدو غوښتونکي دي، د تاوتریخوالي کمېدل پایله نه لري، خو اوربند د دې ښکارندویي کوي چې افغانان سیاسي دیالوګ ته واقعي تعهد لري.
محمد اشرف غني خبریالانو ته د څرګندونو په دوام داهم وویل چې د افغانستان ټولې اوبه د مدیریت په حال کې دي او د موجوده پنځه کلن پلان لمخې به پر دې وتوانېږو چې په افغانستان کې وچکالي مهار کړو.
ولسمشر غني پیاوړو افغان ښځو ته په اشارې سره وویل، چې افغان ښځې شاتګ نه کوي او ویاړم چې په ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو کې سفیرانې ښځې دي او په وړتیا د خپل هیواد استازیتوب کوي.
ولسمشر یو ځل بیاهم په ټینګار سره وویل چې افغانان شاتګ نه کوي، خو که طالبان پرې ټینګار کوي، زموږ ټولنې ته د منلو وړ نه دي.
 
https://avapress.com/vdcguq9xnak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته